پاکستان: د پولیو پر واکسیناتورانو برید مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبهد پاکستاني پولیسو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه هیواد کې د پولیو یا ګوزن واکسین د کمپاین په جریان کې د یوې بمې چاودنې په نتیجه کې شپږ تنه پولیس وژل شوي دي. په دغه پيښه کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په پاکستان کې په پرله پسې ډول پر واکسیناتورانو او هغو امنیتي ځواکونو چې د دوی د حفاظت له پاره ګمارل شوي وي، مرګونې بریدونه کیږي. د پولیو (فلج یا ګوزن) واکسین د یو شمیر افراطي مسلمان ملیشه ډلو له خوا د مسلمانانو د ماشومانو د عقیم یا خصي کولو له پاره د لویدیځ د ابزارو په توګه تلقي کیږي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دي چې اوس هم په کې پر پولیو د ماشومانو د اخته کیدو نوې او مثبتې پيښې ثبت کیږي.
پاکستان کې دا مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) له شدیدو بریدونو سره مخامخ دی چې ډیری وختونه له افغانستان سره ګډې پولې ته نږدې حملې کوي.
د پولیسو د ویاند د معلوماتو له خوا د واکسیناتورانو پر ټیم دغه برید د دغه هیواد په شمال لویدیځ د باجوړ په مومند سیمه کې د افغانستان پولې ته څیرمه شوی دی. بمي چاودنه موټر ته نږدې د سړک په غاړه رامنځته شوې ده.
آژانسونه: ش.ن/خ.ح