1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيامریکا متحده ایالات

په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونو زور اخیستی

۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبه

ایران پلوه ملیشو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر ضد ۴۶ بریدونه کړي دي. امریکایانو په تیرو دوو اونیو کې د دوهم ځل لپاره د هوایي برید ځواب ورکړ.

https://p.dw.com/p/4YhJ1
عراق کې امریکایي ځواکونه
عراق کې امریکایي ځواکونهانځور: AFP/A. Al-Saadi

ایران پلوه ملیشو د امریکا د پوځ له وروستي هوايي برید وروسته په سوریه او عراق کې پر امریکايي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ کې د وسلو پر یوه ډیپو باندې د امریکا له هوایي برید یوه ورځ وروسته، په سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر ضد څلور نور بریدونه شوي دي: یو یې په عراق کې او درې نورې بیا په سوریه کې ترسره شوي.

د روان کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په عراقکې د امریکايي پوځیانو پر پوځي اډو ۲۴ او په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ۲۲ بریدونه شوي دي. د سبرینا سنګ په وینا، په دې بریدونو کې ټول ۵۶ کسان سطحي ژوبل شوي او بیرته خپلو دندو ته راستانه شوي: "هیڅ یو سرتېری جدي نه دی ټپي شوی او زموږ د اډو زیربنا چې د برید هدف و، د پام وړ زیان ندی ور  رسیدلی. "د دغو بریدونو ډیری برخه ناکامه وه."

د وروستیو بریدونو په ځواب کې، د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ کې د وسلو پر یوه ډیپو باندې چې د ایران د سپاه پاسداران او د هغه د متحدینو له خوا کارول کیږي، یو بل هوايي برید وکړ. د امریکا هوايي ځواک تر دې مخکې د اکتوبر په پای کې د سوریې په ختیځ کې پر دوو ورته هدفونو هوايي بریدونه کړي وو.

سنګ دا هم تایید کړه چې د یمن حوثي شیعه یاغیانو د یمن په سواحلو کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

حوثي یاغیان هم د ایران له لوري ملاتړ کیږي.

 

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د حوثي یاغیانو د برید په وړاندې به هم پوځي ځواب ورکړل شي او که نه؟  د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل چې د دفاع وزیر او د امریکا د ولسمشر د پرېکړو وړاندوینه نه شي کولای.