پاکستان: بلوچ بېلتون غوښتونکو د پولیسو يوه مرکز ته اور اچولی
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبهپولیس زیاتوي حمله کونکي د پېښې ځای ته د امنيتی ځواکونو له رسېدو مخکې تښتېدلي وو.
د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وويل چې په وسلو سمبال په لسونو بلوچ بيلتون غوښتونکو دغه حمله د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په لرې پرته سېمه خضدار کې کړې ده.
اسوشتید پریس له کويټې ليکي چې د دې حملو مسئولیت د «بلوچ لیبریش آرمي» په نوم ډلې منلی دی. شنونکي وايي بلوچ بېلتون غوښتونکي کې د پاکستاني طالبانو په څېر د پاکستان امنيت پر یو لوی ګواښ بدل شوي دي.
ورته نور: پاکستان: له وسله والو سره په نښتو کې ۳ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي
چارواکو ويلي چې په دغه حمله کې ځاني تلفات نه دي اوښتي. د سهیل خالد په نوم د پولیسو يوه ځايي افسر وويل، د پېښې ځای ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو سم وضعیت تر کنټرول لاندې راغی.
د پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونه په وروستیو میاشتو کې د وسله والو تاوتریخوالو شاهدان پاته شوي چې د اکثرو پېښو مسئولیتونه ېې بلوچ بېلتون غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، منلي دي.