په بلوچستان کې د وسله والو په حمله کې پنځه کسان وژل شوي
۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبهرويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس د بلوچ لبرېشن آرمي (BLA) په نوم ډلې خبریالانو ته په یوه استولې اعلاميه کې ويلي: «موږ په کويټه، کيچ او پنچ ګور کې د ۷ موسیقي غږوونکو او مُخبرانو د وژنې مسئولیت منو.»
خوپاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند شاهد رند، وايي چې په دغه حمله کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي. هغه په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی ټولو د پنجګور په ساختماني سیمه کې کار کاوه. هغه د سه شنبې په ورځ وویل چې حمله د شپې شوې ده.
بلوچ بېلتونغوښتونکي وسله واله ډله د بلوچستان ایالت په طبیعي زیرمو کې پر خپل سهم ټينګار کوي او پر حکومت د فشار راوړلو په موخه، له ېوې لسيزې راهيسې په سیمه کې پر حکومت، امنيتي ځواکونو او د چين پر منافعو حملې کوي.
چین په بلوچستان ایالت کې د ژورو اوبو د یو ستراتيژيک بندر پروژې تر څنګ د سرو زرو او مسو پروژې پيل کړي او په دغه ایالت کې د پراختیا په برخه کې له اسلام آباد سره ګډ کار کوي.
په بلوچستان کې د وړو او شخصي شرکتونو له لوري په کانونو کې پر ګمارل شوو بهرنیو کارګرو ګڼې حملې شوي دي.
(Reuters)mks/nz
له آرشیف څخه: