1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د الوتکې د سقوط په پېښه کې د سپاه پاسداران دوه غړي وژل شوي»

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د ېوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د سپاه پاسداران ځواکونو دوه غړي وژل شوي دي. دغه خبر د ایران نیمه دولتي خبري آژانس، فارس، د دوشنبې په ورځ د دغو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر په حواله ورکړی.

https://p.dw.com/p/4mYpw
آرشیف - د ایران د پوځ یوه چورلکه په فارس خلیج کې ۲۰۲۱
د آرشیف انځور - د ایران د پوځ یوه چورلکه انځور: Iranian Army/picture alliance/AP

دغه ایراني خبري آژانس ليکلي دي چې په دغه پېښه کې «په ګلستان ایالت کې د نینوا لوا قوماندان ډګر جنرال حامد مازندراني او د هغه پيلوټ» وژل شوي دي.

ایراني سرچينو اما نه دي ويلي چې دغه لوا چې مرکز ېې د ایران په شمالي ایالت کې دی، ولې ېې قوماندان جنوب ختيځ ته تللی وو.

رويترز خبري آژانس د رپوت پر اساس، دغه الوتکه د سیستان بلوچستان ایالت سيرکان ښار ته نژدې راولېدلې ده. د ایران دغه ایالت له افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري او ډېر وخت ورڅخه د ناامنیو رپوټونه ورکول کيږي.

په دغه سیمه کې ډېر وخت د ایران د امنیتي ځواکونو او وسله والو مذهبي ډلو او همدارنګه د مخدره موادو قاچاقبرانو ترمنځ نښتې کیږي.

تېره میاشت په دغه ایالت کې د امنيتي ځواکونو او سني بيلتون غوښتونکو وسله والو تر منځ نښته کې د ایران لس سرحدي ځواکونه ووژل شول.

(Reuters)mks/nz