د بریتانیا پاچا د لومړي خارجي سفر په ترڅ کې المان ته راغلی
۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبهد بریتانیا پاچا درېیم چارلز نن چهارشنبه المان ته رسېدلی دی. له هغه وروسته، چي نوموړی پاچا سوی، دا يې لومړی باندنی سفر دی. ملکه کامیلا هم په دغه سفر کي ورسره ملګرې ده.
ټاکل سوې وه، چي د برتانیايي پاچا لومړی فرانسې ته ولاړ سي، خو د ده سفر هلته د متقاعدینو په قانونو کي د اصلاحاتو پر ضد د پراخو لاریونونو له امله لغوه سو.
اړوند: بریتانیا: د پاچا چارلس دریم لومړۍ سکه چاپ سوه
د آلمان ولسمشر فرانک والټرشتاینمایر او د هغه د میرمیني الکه بودنبندر لخوا د برلین ښار د براندنبورګ په دروازه کي د چارلز او کامیلا هرکلی وسو. وروسته به دا لیدنه په بيلويو ماڼۍ کي د ماښامنۍ تر خوړولو وروسته دوام وکړي.
اړوند: د ملکې الیزابت دوهمي د تابوت سره د هغې اولادونه ۱۲ دقیقې پټه خوله ودریدل
انتظار کېږي، چي د دواړو هیوادونو مشران به پر پايدارۍ او د بيا نوي کيدونکي انرژۍ پر موضوعاتو انرژۍ پر بحث وکړي. د چاپیریال ساتنه د پاچا چارلز د خوښي وړ موضوعگانو څخه ده.
هڅه کېږي، چي دغه سفر د بریتانیا او اروپا د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره یو پیل وي، چي له اروپايي ټولني څخه د بریتانیا د وتلو له امله اغیزمني سوې وې.
اړوند: نوی صدراعظم، سوناک غواړي بریتانیا بیرته باثباته کړي
ټاکل سوې، چي دغه شاهي جوړه سبا پنجشنبه د المان له لومړي وزیر اولاف شولڅ اود برلین له ښاروال فرانسیسکا ګیفای سره هم ملاقات وکړي. همدارنګه به پاچا چارلز د فدرالي المان پارلمان يا «بونډستاګ» ته هم وینا وکړي، چي دا به د المان په پارلمان کې ته دده لومړۍ وینا وي. نوموړی به بریتانیا ته تر ستنېدو دمخه هامبورګ ته هم ولاړ سي.
ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی
زموږ له ارشیف: