1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چک جمهوريت پولیسو په یوې لارۍ کي ۳۰ مهاجر موندلي

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

د چک جمهوریت پولیسو د پراگ او جرمني د دریسدن ښار ترمنځ لویه لار کي په مهاجرو ډکه یوه لارۍ درولې ده. په دغه لارۍ کي د سپرو ۳۰ مهاجرو څخه، یوې ښځي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4kDLo
Tschechien Stationäre Kontrollen der tschechischen Polizei an der Grenze
انځور: Vaclav Salek/CTK Photo/picture alliance

د چک جمهوریت پولیسو د دوشنبې په ماښام په یوه لارۍ موټر کي شاوخوا ۳۰ مهاجر  موندلي دي چي پکښې یوه مهاجره  مړه سوې ده. پوليسو دغه لارۍ د پراگ او آلمان د دریسدن ښار ترمنځ لویه لار کي درولې وه.

د چک پولیسو په ټولنیزو رسنیو کي لیکلي دي: «ټول دغه کسان نیول سوي دي. داسي معلومات په لاس کي نسته چي له هغوی څخه دي کوم کس په تېښته بریالی سوی وي.»

پولیسو د دغو مهاجرو د هویت په هکله معلومات نه دي ورکړي.

چک جمهوریت د هغو مهاجرو  له پاره یوه مشهوره ترانزیتي لاره بلل کیږي چی هڅه کوي ځانونه آلمان او یا هم نورو شتمنو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

د چک جمهوريت د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چي تیر کال په دغه هیواد کي ۱۳۸۹۸ کسان پرته له معتبرو اسنادو نیول سوي دي.

د دغو مهاجرو «وضعیت ښه نه دی»

خصوصي اضطراري خدماتي سرویس «ای‌اس‌سی‌آر» د دغي لارۍ د درولو پر وخت هلته حاضر وو. دغه خصوصي اضطراري سرویس ویلي دي چي د هغوی په ډله کي د ۳۰ کلونو په شاوخوا کي یوه ښځه بېهوښه سوې وه.

د نوموړي خصوصي اضطراري سرویس  «ای‌اس‌سی‌آر» په حواله دغه مهاجر  په «خراب وضعیت» کي دي، خو په روغتون کي بستر کیدو ته اړتیا نه لري.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

GP/NZ/AG