1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په دوو جلا ترافیکي پيښو کې ۳۴ تنه وژل شوي

۱۴۰۳ شهریور ۴, یکشنبه

په پاکستان کې په دوو بیلابیلو ترافیکي پيښو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي دي. په دوی کې ۱۲ تنه هغه شعیه زیارت کوونکي هم شامل دي، چې ایران ورته خپلې خاورې ته د داخلیدو اجازه نه وه ورکړې.

https://p.dw.com/p/4jtdO
په پاکستان کې په دوو بیلابیلو ترافیکي پيښو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي دي.
د بس چپه کیدو پيښه کې د وژل شوو کسانو مړي په روغتون کېانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د رپوټونو په حواله د پنجاب ایالت او د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمیر په سرحدي سیمه آزاد پټن کې یو بس په ژوره کنده کې لویدلی دی. د ژغورونکې عملې په حواله تر اوسه پورې د ۲۲ کسانو مړينه تائیده شوې ده چې یو ماشوم، ۱۵ سړي او ۶ ښځې په کې شامل دي.

په یوه بله پيښه کې د بلوچستان پر مکران کوسټل لویه لاره یو بس له کنتروله وتلی او کندې ته غورځیدلی دی.په دې پيښه کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل شوي چې دغه بس زیارت کوونکي ایران ته وړل، خو ایران ورته اجازه نه ده ورکړې او بیرته د ستنیدو پر مهال دغه پيښه رامنځته شوې ده.

سیمه ایز پولیس افسر اسلم بنګل زئي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د کوسټل لویې لارې(های وی) دغه برخه ډیر خطرناک موړونه یا کوتلونه لري.

دغه پيښه د ایران له سرحدي سیمې پشین څخه ۵۰۰ کیلومتره او د پاکستان له اوتهل څخه نږدې ۱۰۰ کیلومتره لیري غریزه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پاکستان کې وخت نا وخت خونړۍ ترافیکي پیښې رامنځ ته کیږي چې له کبله یې ګڼ شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ایراني چارواکو په حواله په وژل شوو پاکستاني زیارت کوونکو کې ۱۱ ښځې او ۱۷ سړي وانځور: Pakistan Air Force/AP/picture alliance

د ګوادر ولسوالۍ یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي حمود الرحمن وویل چې دغه بس زیارت کوونکي ایران ته وړل، خو په سفري اسنادو کې د ستونزو له پاره بیرته را ګرځول شوې و.

د یادونې وړ ده چې په ایران کې د شعیه زیات کوونکو د بس چپه کیدو پيښه کې د وژل شوو ۲۸ کسانو مړي د شنبې په ورځ پاکستان ته سپارل شوي وو.

د سه شنبې په شپه د زیارت کوونکو لیږدونکي دې بس د ایران په یزد ولایت کې تر چپه کیدو وروسته اور اخیستی و. په دې بس کې د سپرو ۵۱ پاکستاني زیارت کوونکو له ډلې څخه ۲۸ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا

پېښور کې د باړې بسونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب